امریکايي سناتوران وايي له افغانستان دې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر لړۍ څارنه وشي. امریکایي سناتورانو تازه یوه طرحه جوړه کړې ده چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پروسه څارنه کېږي او اړتیاوو او وضعیت ته په کتو به پرېکړې کېږي. د امریکایي رسنیو د راپور له مخې سناتورانو ویلي دوی باید په افغانستان کې جګړه ختمه کړي خو ددایمي سولې راتګ ته هم باید زمینه برابره کړي. ددوی په خبره عجولانه پرېکړې کولی شي د افغانستان، امریکا او نړۍ امنیت ته خطرونه متوجه کړي. ددوی په خبره دوی به نه یوازې د امریکایي ځواکونو وتل څاري بلکې تر څنګ به یې د افغانستان امنیت هم څاري. دوی ویلي چې دغه څارونکې ډله کې به امریکایي سناتوران وي او دوی به هر څه له نږدې څاري. دوی په ناڅاپي او عجولانه توګه له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل خطرناک بللي دي.
































