د کرکټ نړۍ واله شورا راتلونکې اونۍ په داسې حال کې په دې شورا کې د افغانستان پر بشپړ غړیتوب بحث کوي چې د افغان نجونو لوبډله له هېواده وتلې ده. بي بي سي په یوه راپور کې ویلي، چې د کرکټ نړیواله شورا راتلونکې اونۍ په دې شورا کې د افغانستان د غړيتوب په اړه په له دې امله بحث کوي چې د افغان نجونو لوبډله له افغانستانه وتلې ده. سرچينې ليکلي د افغانستان د کرکټ د نجونو لوبډله ۲۰ میاشتې مخکې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو وروسته پاکستان او له هغه ځايه اسټراليا ته لاړه. د یاد خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا له مقرراتو سره سم د بشپر غړیتوب لپاره افغانستان باید د ښځو لوبډله هم ولري. سرچینه زیاتوي، په پام کې ده چې یاده شورا د راتلونکې دوشنبې په ورځ په دې اړه په دوبۍ کې غونډه ولري.
































