د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د بشردوستانه مرستو ادارې په مالي او د افغان کډوالو مرستې لپاره د ډنمارک کمېټې په تخنيکي ملاتړ د اوبو يوه شبکه جوړه شوه او ۳۵۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول وویل، د څښاک اوبو پر دغې شبکې ۴۵ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی چې د شپږو مياشتو په موده کې جوړه شوې ده. هغه زياته کړه، د دغې شبکې مالي لګښت د بشر دوستانه مرستو ادارې له لوري ورکړل شوی او تخنیکي چارې یې د افغان کډوالو د مرستې لپاره د ډنمارک کمېټې له لوري ترسره شوې دي. نوموړی وايي، په ياده شبکه کې د ۱۴۰ متره په ژوروالي یو څاه، د نارينه او ښځو لپاره ۸ تشنابونه او د لاس مینځلو ځايونه شامل دي چې دغه ټول سیسټم پر لمريزې برېښنا سمبال شوی دی.
































