د افغاني سرې میاشتې رییس او د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسول سلطان بن احمد العسیري ترمنځ دوحه کې افغانستان سره پر بشري مرستو، روغتیایي خدماتو، د بې سرپرسته کورنیو پر لاسنیوي او یو شمېر نورو موضوعاتو دوه اړخیزه ناسته کړې ده. د افغاني سرې میاشتې رییس ویلي، چې افغانستان ۴۰ کلنو جګړو له هر اړخه ځپلی او لاسنیوي ته اړتیا لري. نوموړي له مرسته کوونکو بنسټونو هیله کړې، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د بېوزلو افغانانو ترڅنګ ودرېږي. ده زیاته کړې چې له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د ثبت شمېره په لوړېدو ده، چې افغاني سره میاشت یې په یوازې ځان د درملنې توان نه لري. د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسول ښاغلي سلطان بن احمد العسیري د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ په یادو برخو کې افغاني سرې میاشتې ته د لاس ورکولو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې مونږ له افغانانو سره د مرستې هیله لرو او هڅه به وکړو، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د زرګونو ټنو اوړو د مرستې پروژه د افغاني سرې میاشتې له لارې تنظیم او پلې کړي.
































