پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال لويديځ کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ کسان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه نن سهار د خيبر پښتونخوا ایالت په کوهستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې له امله يې لس کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د ورځپاڼې د راپور له مخې د یادې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي چې ښځي او ماشومان هم پکې شامل دي. ځايي چارواکو ویلي چې یاده اورلګېدنه د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.
































