د پسرلي موسم په را رسېدو سره نیالګيپلورنځیو د کابل ښار بڼه بدله کړې ده؛ نیالګيپلورونکي وايي، هره ورځ لسګونه کسان د نیالګیو پېرلو لپاره ورته مراجعه کوي. د نورو کلونو په څېر سږ کال هم نیالګيپلورونکو د کابل ښار په مختلفو سیمو کې بېلابېل مېوهلرونکي، بېمېوې او زینتي بوټي د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کړي دي. په ورته مهال، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویاند هم له هېوادوالو غواړي چې د نیالګیو ايښودلو ترڅنګ ساتنې ته یې هم پاملرنه وکړي. د هغه د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال سربېره پر دې چې د یاد وزارت له خوا دوه میلیون مېوهلرونکي او بېمېوې نیالګي وېشل کېږي، په پام کې ده چې ۳۲ میلیونه نور نیالګي هم د نیالګیو روزونکو، موسسو او خصوصي سکټور له لوري هم ووېشل شي.
































