د جرمونو نړۍوالې محکمې اعلان کړی چې د اوکرایني ماشومانو د غیر قانوني ایستلو په تور د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم یې کړی دی. دامریکا غږ د خبر له مخې، د هالنډ په هاګ کې مېشت د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي چې د ورته تورونو په تړاو یې د روسیې د جمهوري ریاست کمېشنرې ماریا لووا-بیلووا د نیولو امر هم صادر کړی دی. روسیه د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب نه لري او دا څرګنده نه ده چې دغه محکمه به څنګه د خپلې پریکړې پلان پلی کړي.
































