د هېواد په ځینو شمال ختیځو ولایتونو کې نن سهار نسبتاً شدیدې زلزله شوې ده، خو د زیانونو په اړه يې معلومات نه دي ورکړل شوي. د بغلان ولایت ځايي خبریالان وایي چې د سهار په ۴:۳۱ یوې سختې زلزلې ډیر خلک له خوبه راویښ کړل. تر اوسه د دغې زلزلې د زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. بلخوا د زلزلې سنجولو نړۍوالو سرچینو خبر ورکړی چې د دې زلزلې مرکز د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په شپږ کیلو مترۍ کې وه. د امریکا د زلزلې سنجولو ادارې ویلي چې ددې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۹ درجې وه. دغه راز دا زلزله په بدخشان، کندزو، بغلان، سمنګار، بلخ، پنجشیر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل او ځینو نورو سیمو کې هم محسوس شوې ده.
































