په افغانستان کې د و چکالۍ د غزېدو د احتمال په تړاو د ملګرو ملتونو له لوري د اندېښنې له ښودلو وروسته، د کرنۍ او مالدراۍ خونه له ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره د غنمو د زېرمه کولو په برخه کې مرسته وکړي. یاده خونه دغه راز د کرنیزو په ځانګړې توګه غنمو د تولیداتو په زیاتوالي ټینګار کوي. په ورته مهال د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د خپلو ستراتيژیکو زېرمو لپاره ۱۰۰ زره ټنه غم وپېري. د دغه وزارت د ویاند په وینا د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې په تصویبېدو سره به دغه اندازه غنم بېړنیو حالاتو ته د رسېدنې لپاره وپېرل شي. د کرنې او مالدارۍ خونې د معلوماتو له مخې افغانستان باید په خپلو ستراتیژیکو زیرمو کې درې میلیونه ټنه غنم ولري، څو په بېړنیو حالاتو کې له ستونزو سره مخ نه شي.
































