د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس مایک مککال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو څخه یوه لیک کې غوښتي چې سیګار دې له افغانستان سره د امریکا بشري مرستې وڅېړي. دا لیک چې پرون ناوخته د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپله ویبپاڼه خپور په کې راغلي، داسې مهال چې افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، خو دا ډاډ باید تر لاسه شي چې د امریکايي مالیه ورکوونکو لهخوا تمویل شوې مرستې افغانانو ته رسېږي که نه. امریکا تېر ۲۰۲۲ کال کې تر اوسه افغانستان سره په بشري برخه کې نږدې ۱،۱ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.
































