د کابل ښاروال د ایران له مرستیال سفیر سره په لیدنه کې د دغه ښار او د ایران لویو ښارونو ترمنځ په علمي، فني او معنوي برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو او اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. کابل ښاروالۍ نن پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي د کابل له ښاروال سره د پراختیایي پلانونو د پلي کېدو او ښاري مديريت په برخه کې د ایران هېواد د تجربو شريکولو په موخه وکتل. سرچینې ليکلي کابل ښاروال وویل د کابل ښار او د ایران لويو ښارونو ترمنځ باید معنوي اړيکې پياوړې او په فني او علمي برخو کې دې دوه اړخیزې همکارۍ ډېرې شي څو له فرصتونو سمه ګټه واخيستل شي. نوموړي زياته کړه کابل ښاروالي پلان لري چې د کثافاتو مدیریت ترڅنګ په ټرانسپورټ او نورو برخو کې د ګاونډیو هېوادونو له تجربو ګټه واخلي او دغه راز خپلې تجربې هم له هغوی سره شریکې کړي. د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي د کابل ښاروالۍ د پلانونو په پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل هېواد به یې د کثافاتو د مدیریت ظرفيت لوړونې، ښاري ښکلا د زيربناوو ډیزاین د ښاري فرهنګ ودې، د زرغونو سیمو پراختیا او نورو ښاري برخو کې هراړخيزه مرسته وکړي.
































