په افغان حکومت کې د فساد د زیاتوالي په اړه راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژادفیر راس ویلسن په ټویټ پیغامونو کې ویلي په دې وروستیو کې نړیوالو بنسټونو معتبر راپورونه خپاره کړي چې په افغانستان کې د فساد د ډېروالي ښکارندويي کوي. دده په خبره دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او ژر تر ژره دې افغان حکومت په دې برخه کې اړین او پیاوړي اقدامات وکړي. د امریکا د سفارت مرستیال وایي له فساد سره مبارزه ددوی لومړیتوب او مهم ماموریت دی خو پر افغان حکومت یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره خپله تګلاره مشخصه کړي. تر دې وړاندې سیګار، ملګرو ملتونو او د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ هم په افغانستان کې ډېرېدونکی فساد د جدي اندېښنې وړ بللی دی او له حکومت یې غوښتي چې د فساد د ختمولو لپاره دې خپله نوې تګلاره اعلان کړي.
































