ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي د پروګرامونو تمویل لپاره بېړنی وړاندیز کوي. ملګرو ملتونو پرون په یوه ټویټ کې لیکلي، په افغانستان کې د روانو بحرانونو له کبله په هرو لسو کورنیو کې نهه یې ځانونو ته کافي خواړه نه شي برابرولی. د خوړو نړیوال پروګرام وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو، په افغانستان کې په اپرېل میاشت کې د ۱۳ میلیونو کسانو د لاسنیوي لپاره په عاجل ډول ۹۳ میلیونه ډالرو او د راروانو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. په ورته وخت کې د هېواد ځينې اوسېدونکي شکایت کوي چې د دوی په نامه راغلې مرستې پر دوی په منصفانه ډول نه وېشل کېږي.
































