د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په کابل کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د دوو کارکوونکو پر وژل کېدو غبرګون ښودلی دی. خلیلزاد ویلي چې روان تاوتریخوالی ورته د منلو نه دی او باید ژر تر ژره د سولې د تامین له لارې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي. دده په وینا د سولې لپاره د افغانانو له غوښتنو او هڅو ملاتړ کوي. هغه په کابل کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پر دوو کارکوونکو چاودنه غیر انساني عمل بللی دی او هغه یې غندلې ده. تېره ورځ په کابل کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه چې په پېښه کې د یاد کمیسیون دوه کارکوونکي ووژل شول. ګنو نورو بنسټونو هم دغه پېښه غندلې ده.
































