د پاکستان امنیتي ځواکونو په لاهور ښار کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر کور برید کړی او د هغه ۶۱ پلویان یې نیولي دي. دغه برید کې درې تنه پولیس هم ټپيان شوي. دا برید په داسې حال کې کېږي چې ښاغلي خان د ځواب ویلو او محکمې ته د حاضرېدو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی. عمران خان د پاکستان د محکې له خوا په اختلاس، د دولتي ډالیو پلور او پر خپلو سیالانو د ترهګریزو بریدونو پر ترسراوي تورن دی.
































