د فراه د پوهنې ریاست وايي، په تېر شاوخوا یوه نیم کال کې يې په دغه ولایت کې ۶۰۰ سیمهییز ټولګي جوړ کړي او ۱۸ زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده. سرچینه وايي، دغه ټولګي د فراه په هغو لرو سیمو کې جوړ شوي چې په تېرو شلو کلونو کې يې ماشومان له زدهکړو بېبرخې وو. د فراه د پوهنې رییس وايي، په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت په لرو سیمو کې د زدهکړو لپاره هېڅ ډول امکانات برابر نه وو، خو په تېر یوه نیم کال کې يې د مرکز او ولسوالیو په هغو سیمو کې چې ښوونځي ترې لرې وو، زرګونو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده. هغه زیاته کړه، د ولایت په کچه ۶۰۰ سیمهییز ټولګي جوړ شوي چې د هر ټولګي لپاره یو ښوونکی ګومارل شوی دی. نوموړي وویل، د یادو ټولګیو لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ورکوي او کارونه يې د هېواد له تعلیمي نصاب سره سم ترسره کېږي چې ۹۴۶۳ هلکان او ۸۵۳۷ نجونې پکې زدهکړې کوي.
































