اروپايي ټولنه وایي افغان حکومت اړ دی چې د ماشومانو لپاره خوندي چاپېریال رامنځ ته کړي. اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وروستي راپور غبرګون ښودلی دی. ددغه اتحادیې د بهرني سیاست د مسوولې ویاندې ویرجیني باتو ویلي اروپايي ټولنې تل له افغان حکومت غوښتي چې د بشري خوندیتوب په تېره د ماشومانو لپاره خوندي چاپېریال رامنځ ته کړي. د نوموړې په خبره په افغانستان کې د ماشومانو اوسنی وضعیت په تېره ددوی جنسي ځورونه د جدي اندېښنې وړ ده او باید افغان حکومت په دې اړه خورا جدي ګامونه اوچت کړي. هغې ویلي اروپايي ټولنې تل دا مسایل مخامخ له افغان حکومت سره مطرح کړي دي او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یې مالي مرستې هم کړې دي خو اوس داسې ښکاري چې د افغان ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو چې افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ پر سر تر ټولو مرګونی هېواد دی.
































