د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به مرستندویې ادارې په میلیونونو اړو افغانانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکړي. دغې ادارې په خپل ټویټر کې لیکلي، نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې د افغان ولس تر څنګ ودرېږي او د وضعیت د لا خرابۍ د مخنیوي لپاره خپل تمویل ته دوام ورکړي. ملګرو ملتونو ویلي چې روان میلادي کال به بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر ۲۸ میلیونه او درېیو لکو ته ورسېږي.
































