پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر وايي، سږ کال په طبیعي پېښو کې ۱۱۰۲ کسان مړه او ۲۱۵۹ نور ټپیان شوي دي. نوموړي په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې په دې مهال کې د سېلابونو او زلزلو له کبله ۹۸۰۸ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي. د ده په خبره، په روان هجري لمریز کال کې په طبیعي پېښو کې شاوخوا ۸۰ زره څاروي له منځه تللي او همدا راز د سېلابونو راوتلو له کبله د ۱۴۷ زره ۷۴۷ جریبه ځمکې د ویجاړېدو تر څنګ څه باندې ۴۰۰ هټۍ هم نړېدلي دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه وزارت یو شمېر هغو کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، ځمکې او کورونه وېشلې دي.
































