رویټرز خبري اژانس راپور ورکړي چې د پاکستاني پولیسو او د دې هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو تر منځ په لاهور ښار کې نښتې لا هم دوام لري. د پنجاب د اطلاعاتو وزیر وايي، د عمران خان پر کور په برید کې پولیس کوم رول نه لري او دوی یوازې د محکمې حکم پلی کوي. ورته مهال عمران خان په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، د هغه پر کور د پولیسو د برید پر وړاندې به قانوني ګامونه واخلي. عمران خان زیاته کړې، د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به ستر لاریون وکړي.
































