د غور امنيه قومانداني وايي، د فيروزکوه ښار په غورقند کلي کې د لاسي بم د چاودنې له امله د يوې ښځې او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. د غور امنيه قوماندان وايي، د غورقند په کلي کې د استوګنې پر يوه کور د لاسي بم چاودنه شوې چې له امله يې درې نجونې، دوه هلکان او يوه ښځه وژل شوي دي. هغه زياته کړه، چې دغه لاسي بم د يوه ماشوم په لاس کې و چې د لوبې پر مهال پرې چاودېدلی چې له امله یې د کورنۍ ټول غړي يې وژل شوي دي. د هغه په وينا، په دې چاودنه کې يادې شوې کورنۍ ته مالي زيانونه هم اوښتي دي.
































