افغان حکومت وایي له زندانونو د نشه يي توکو د کاروباریانو د خوشي کولو پروسه ځنډېدلې ده. د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم اداره وايي، له یوې میاشتې راهیسې له زندانونو د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو د ازادولو بهیر د لنډې مودې لپاره درېدلی دی. چارواکي د دغه بهیر د ځنډ لامل د لویو او نړیوالو قاچاق کوونکو له کوچنیو هغو بېلول په ګوته کوي. د ولسمشر غني د فرمان له مخې چې د ثور میاشتې د اتمې په مناسبت او د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه یې صادر کړی و، د هغو زندانانیو په ګډون چې د قاچاق په جرم نیول شوي وو، باید ۱۲زره زندانیان ازاد شوي وای. په ورته وخت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز خبر ورکړی چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دولتي کارکوونکو په ګډون له ۲۰۰ کسانو ډېر د قاچاق په تور نیول شوي او محاکمه شوي دي.
































