د روغتیا نړۍوال سازمان د پولیو برخې مسوولین وايي، د دې میاشتې په اوږدو کې یې تخنیکي ټیم د پولیو د تشخیص لابراتور جوړولو په موخه افغانستان ته سفر کوي. په دې اړه د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر پرون په دوحه کې د افغانستان د روغتیا د لومړیتوبونو او د پولیو د محوې په اړه جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ. سرچېنې لیکلي، په غونډه کې د قطر د روغتیا وزارت او بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو، دروغتیا نړۍوال سازمان او یونیسف حوزوي دفترونو استازو ګډون کړی وو چې د پولیو د محوې سربېره په سپینو ساحو کې د روغتونونو پر جوړولو بحث او خبرې وشوې. عباد په دغه غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې دې د پولیو د تشخیص لابراتوار چې د روغتیا نړۍوال سازمان یې تېر کال د جوړولو ژمنه کړې وه ژر جوړ شي.
































