د نوي تعلیمي کال له پیل سره په کابل کې له شپږم ټولګي څخه پورته یو شمېر زدهکوونکې وايي چې لا يې هم د ښوونځي د یونیفورم اغوستلو هیلې له لاسه نه دي ورکړي. دوی وايي چې له څه باندې یو نیم کال راهیسې یې د تورو جامو او سپین ټیکري په سرولو هيلې له لاسه نه دي ورکړي. یادې زده کوونکې له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څو د میلیونونو افغان نجونو خوبونه پوره شي. په ورته وخت کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالان له زدهکړو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو دوام د اندېښنې وړ بولي او وايي، له زدهکړو د نجونو منع کول د بشري حقونو او ارزښتونو خلاف کار دی. ښځینه زده کوونکې په داسې حال کې د خپلو ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتونکې دي چې ۵۴۴ ورځې تیرې شوې چې ښوونځيو ته د تللو حق یې له لاسه ورکړی دی.
































