د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا چهارشنبه ۱۵میلیونه امریکایي ډالره د داوطلبۍ له لارې ليلاموي. د افغانستان مرکزي بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره له ټولو سوداګريزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وكړي. یاد بانک زیاته کړې چې د ليلام ګټونکي باید خپل حسابونه د ليلام ورځې تر پایه تصفيه كړي. مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
































