د اقتصاد وزارت وايي، چې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو او بانکي محدودیت سره سره یې د صادراتو کچه زیاته او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ ساتلی دی. ورته وخت کې د هېواد د کورنیو تولیداتو د ملاتړ ټولنه وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې کورنیو تولیداتو د پام وړ وده کړې او په ډېرو برخو کې افغانستان د ځان بساینې په لور روان دی. په داسې حال کې چې افغانستان په اقتصادي برخه کې د نړۍوالو بندیزو سره مخ دی او په هېواد کې د بېوزلۍ کچه لوړه ده، خو سرپرست حکومت وايي، په پام کې لري چې روان ۱۴۰۲ کال کې د لویو اقتصادي پروژو په پلې کولو سره خلکو ته د کار کولو زمینه برابره او د بېوزلۍ کچه راټیټه کړي.
































