د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو درېو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ اعلان کړ. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېته د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. چپ لاسی تکړه توپوهونکی صدیق الله اتل د لومړي ځل لپاره لوبدلې ته اضافه شوی دی او ښايي په راتلونکو سیالیو کې د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ نړیواله سیالي ترسره کړي. د نوموړي ترڅنګ د هېواد با تجربه لوبغاړی محمد نبي، چې په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر و، هم لوبډلې ته راګرځېدلی دی. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د لوبډلې په اړه وایي چې په تمریناتي کمپ کې لوبغاړو ډېره خواري کړې ده او له مخې یې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د یادو سیالیو لپاره غوره لوبغاړي ټاکلي دي.
































