د امریکا په سنا مجلس کې د دغه هېواد د جمهوري غوښتونکي ګوند یوې ډلې چې جورج کانوي، پخوانی ستراتیژیست ریک ولسن، سټیو شمیت او جان ویور پکې شامل دي ولسمشر ټرمپ یې په افغانستان کې له امریکایي سرتېرو سره په خیانت تورن کړی دی. د یادې ډلې له لوري په یو خپور شوي بیان کې چې په سر کې یې د امریکا پر بیرغ پوښل شوي د تابوتونو عکسونه هم خپاره شوي دي راغلي، ولسمشر ټرمپ خیانت کړی دی ځکه چې د دوی په وینا؛ نوموړی پوهېده چې په افغانستان کې څه روان دي خو بیا یې هم د خپلو سرتېرو د ساتنې لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی. دوی زیاته کړې، دا چې ټرمپ ولې غلی دی نه پوهېږي خو د یو شمېر راپورونو له مخې د نوموړي چوپتیا له دې امله ده چې ټاکنې بیا را روانې دي او دی د پوتین ملاتړ ته اړتیا لري.
































