قطر په افغانستان کې د زدهکړې د راتلونکي او د هغې په وړاندې د شته ننګونو او خنډو په تړاو د خبرو اترو کوربه و. په دغې ناسته کې د قطر په استازیتوب، د قطر د بهرنیو چارو وزیر لوله الخاطر او د «زدهکړه، له ټولو غوره» بنسټ عامل مدیر فهدالسلیطي حضور درلود. له افغانستانه، د پوهنې وزارت د سرپرست په مشرۍ پلاوي او په سوېلي اسیا کې د یونېسف سیمهییز مدیر د جورج لاریا ادیجي په مشرۍ د یونېسف پلاوي هم په دغې ناسته کې ګډون کړی و. د دغو خبرو اترو په لړ کې، ګډونوالو په افغانستان کې د اقتصادي ننګونو، بیخبناوو، د انساني سرچینو محدودیت او محدودو ظرفیتونو او همدارنګه ټولو په ځانګړې توګه نجونو زدهکړو ته د یوشان لاسرسي پر تضمین، بحث وکړ.
































