د لغمان له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام او الېشنګ ولسوالۍ کې سخت اورښت او ږلۍ خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. د دغې ادارې رییس وايي، هغه معلومات چې دوی له مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالیو تر لاسه کړي، ښيي چې د تېرې شپې اورښت او ږلۍ ۷۰۰ جریبه بېلابېلې کروندې له منځه وړې دي. هغه زیاته کړه، دغهراز په مرکز او یاده شوې ولسوالۍ کې د استوګنې ۲۵ کورونه هم نړېدلي، له ۱۰۰ ډېرې د لمریزې برېښنا هیندارې ماتې شوې او د باغونو لسګونه مېوه لرونکي ونې چپه شوې دي. د مرکز مهترلام اوسېدونکي وايي، پرون شپه هلته شدیده ږلۍ و اورېده چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.
































