د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای یو مشهور افسر مصطفی کمال برکي په وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه پرون د ډیورنډ فرضي ګرښې ته څېرمه د سویلي وزیرستان د انګور اډې په سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې نوموړي په سیمه کې عملیات ترسره کول، چې له وسله والو سره په نښته کې ووژل شو او ۷ نور سرتیري ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، نوموړي په افغانستان کې د تحریک ط البان پاکستان او د پاکستان ترمنځ په کابل کې په ترسره شویو مذاکراتو کې هم برخه اخیستې وه. د یو بل خبر له مخې د خیبر پښتونخوا ایات په دېره اسماعیل خان سیمه کې هم د یوې امنیتي پیښې پر مهال درې پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
































