امریکايي چارواکي وايي، د امریکا دفاع وزارت غواړي اوکراین ته د ابرامز-۲ ټانکونو د استولو لړۍ ګړندۍ کړي. پنټاګون اوس په پام کې لري چې د دغو ټانکونو زاړه ماډلونه له ترمیم وروسته اوکراین ته ورکړي، خو دغه چاره یو څه وخت نیسي امریکايي چارواکي وایي، موخه یې دا ده چې له اتو نه تر لسو میاشتو په موده کې د اوکراین د جګړې ډګر ته ټانکونه ولېږدوي. لومړنی پلان دا و چې اوکراین ته د 31 نوي M1A2 ابرامز ټانکونه واستوي، چې کیدای شي د جوړولو او بار وړلو لپاره یو یا دوه کاله وخت ونیسي.
































