امریکا د ایران پر هغو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول چې د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي. د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له FBI سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو اودرې تنو لګولي چې د ایران د بېپیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره د کارېدونکو تجهیزاتو په پېرودلو تورن دي. په دې ډله کې د ایران د دفاعي ټکنالوژۍ او ساینس څېړنیز مرکز هم شامل دی.
































