د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، داسې نښې شته، چې ښایي د پاکستان پارلمان ددغه هېواد له سترې محکمې وغواړي، چې پر عمران خان او تحریک انصاف بندیز ولګوي، څو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه شي کړای. د خلیلزاد په وینا دا کار به د پاکستان اوسنی کړکېچ لا پسې ژور کړي. نوموړي زیاته کړې ده، چې له پاکستان څخه د پیسو د نړیوال صندوق ملاتړ لا هم ناڅرګند دی. خلیلزاد د پاکستان له سیاسي مشرانو غوښتي چې د هغو تخریبي وړو سیاستونو پر وړاندې ودرېږي چې ملي ګټې زیانمنوي. نوموړي د پاکستان له سترې محکمې هم غوښتي، چې د سیاسي لوبو ښکار نه شي.
































