سپینې ماڼۍ ویلي، سره له دې چې د امریکا د استخباراتي ادارو له لوري د ورځې په زرګونو ایمیلونه او معلومات تر لاسه کوي خو تر اوسه د نیویارک ټایمز د شوې ادعا په اړه معلومات نلري. سپوټنیک اژانس د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي، تر اوسه پورې ولسمشر ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس ته په دې اړه کوم راپور نه دی رسېدلی. په خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم دوی یاده ادعا ردولی نشي خو د تایید لپاره یې هم شواهد نلري. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د استخباراتي سرچینو له قوله، په افغانستان کې د امریکایانو وژونکو طالبانو ته د روسیې لخوا د انعام ورکولو ادعا کړې وه چې په امریکا کې یې د ټرمپ د ادارې په اړه ګڼ شکونه پیدا کړي او ان ټرمپ ته وفادارو کسانو نوموړی په افغانستان کې له خپلو ځواکونو سره په خیانت تورن کړی دی.
































