د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم، چې سعودي عربستان ته تللی، په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر بندیز نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې سرپرست حکومت د ښځو د زده کړو له حقه انکار نه شي کولی. د مالیزیایي رسنیو د معلوماتو له مخې نوموړي دغه څرګندونې په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان له عمومي منشي سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته کړې دي. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تل یې ټینګار کړی چې د ښځو د تعلیم مسله تر امر ثاني پورې ځنډېدلې ده.
































