د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو مشر سردار قااني ویلي چې دوی به د ده په خبره د شهید سلیماني لارې ته دوام ورکړي. هغه دا څرګندونې د سوریې په جنوب ختیځه سیمه البوکمال کې یوې غونډې ته کړې دي او یو ځل بیا یې تور پورې کړی دی چې داعش د اسلامي هېوادونو ناارامولو لپاره د امریکا او اسراییل ګډه پروژه ده چې تر اوسه ختمه شوې نه ده. هغه زیاته کړې، سلیماني د داعش ضد مبارزه کې فعاله ونډه لرله او دی به هم د هغه لارې ته دوام ورکړي. قااني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، هغوی چې پر خپلو وګړو جبر کوي نور ملتونه یې باید د رحم تمه ونلري او په وینا یې د ظالمانو پر وړاندې باید ورته اقدامات وشي.
































