د سپینې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان کربي په دې وروستیو کې د اوکراین مسئلې په اړه د چین پر دریځ او نيت شک ښودلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین ويلي، چې واشنګټن باید لمړی د اوکراین په روان کړکېچ کې خپل رول وڅيړي او بيا نورو ته د پړې ګوته ونیسي. نوموړي ویلي، چین د اوکراین کړکېچ جوړونکی او يا ښکېل لوری نه دی او نه هم کومې ښکیلې خوا ته وسلې لېږي او په وينا یې، چین د ښکیلو خواوو ترمنځ ډیالوګ او خبرې هڅوي. نوموړي ويلي، چې د امریکې په شمول ځينې لوېديځ هېوادونه اوکراین ته پر له پسې وسلې وليږي، چې له امله يې دغه کړکېچ مخ په سختېدو او منفې اغېزې يې پراخې شوې دي. وانګ ون بین د پوښتنې په شکل ويلي، چې ايا د لوېديځ دغه کړنې د عدالت معنا لري؟
































