د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ شل اووریزو سیالیو لومړۍ لوبه نن شپه ۸ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پيلېږي. د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکي رييس احمدزي ویلي افغان لوبډله به په دغو شل اووریزو سیالیو کې مثبتې پایلې ترلاسه کړي. نوموړي ویلي، د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې به د روانې وري میاشتي په ۴ ۶ او ۷مه له یو بل سره مخامخېږي. احمدزي همداراز زیاته کړې سره له دې چې پاکستان له افغانستان سره د لوبو لپاره د دغه هېواد په سوپرلیک سیالیو کې ځلېدلي لوبغاړي انتخاب كړي دي، خو افغان لوبغاړي هم ښه چمتووالی لري او مثبتې پایلې به ترلاسه کړي. هغه دغه لوبې مهمې بللې او ویلي دي چې ورته سیالۍ کولی شي ملي لوبډله راتلونکي نړیوال جام ته لا ښه چمتو کړي.
































