ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۳۰۰ ډوله پوځي وسایط چې ویجاړ او د کارونې وړ نه وو، د دغه وزارت د تخنیکي ټیم له خوا بېرته ترمیم شوي دي. دفاع وزارت ویلي، په ترمیم شویو وسایطو کې ۱۵۰ انټرنیشنل کاماز موټر، ۱۲۵ هاموي شوبلې، ۲ ضربتي ټانکونه، ۴ اکمالاتي ټېلرونه، ۱۰ غټ او کوچني پور کلیف موټرونه او ۱۵ هاموي امبولانسونه شامل دي. دغه وزارت ویلي چې تخنيکي ټيمونو سلګونه نور وسايط هم د بېرته فعالېدو لپاره تر کار لاندې دي.
































