د زابل – کندهار لویه لاره چې تېره شپه ناوخته د ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار پرانیستل شوه. د ۲۰۵ اردو قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې لیکلي چې، پر دغه لویه لار د ورښتونو له امله یو باروړونکی موټر چپه شوی و چې د انجینرۍ ټیم په مرسته موټر راپورته او لاره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه. د ورښتونو له امله د افغانستان ډېری لويې لارې کله نا کله تړل کېږي. د هوا پېژندنې ادارې تېره شپه د افغانستان په ۲۰ ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه کړې وه.
































