په افغانستان کې د ۱۴۰۲ تعلیمي کال پیلېدو سره هم مهاله، د امریکا د ولسمشر مرستیالې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدو دوام د خواشینۍ وړ بللی. کاملا هاریس زیاته کړه چې امریکا په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقوقو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. تمه کېده چې د نوي تعلیمي کال په رارسېدو سره به ط البان د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو دروازې خلاصې کړي، خو تر دا مهاله یې پدې اړه اعلان نه دی کړی. د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري هم یو ځل بیا په دغه هیواد کې د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو بندیدو په اړه غبرګون ښودلی دی. اغلې امیري ویلي چې د افغان نجونو خوبونه له خاورو سره خاورې کیږي. د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي.
































