د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د اورښتونو له امله د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې یوه اته کلنه نجلۍ مړه شوې او دوه کسان ټپيان دي. د ترینکوټ ښار د لومړۍ امنیتي حوزې امر وايي، پېښه نن سهار شپږ بجې د دغه ښار اړوند په محبس کلا سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه وایي، د کور د یوې خونې چت لوېدو پېښه کې یوه اته کلنه نجلۍ مړه شوې، یوه ښځه او یوه بله نجلۍ ټپیانې شوې دي. د نوموړي په وینا، یاده پېښه د دوامداره اورښت په پایله کې شوې ده.
































