ننګرهار ولایت د کانال ادارې د څلورم فارم اړوند پر ۶۲جریبه ځمکه د مالټو بڼ جوړولو چارې پیل شوې. د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وايي، چې د یاد بڼ د جوړولو چارې د خیرالبشر کرنیز په نوم د یوه شرکت له لوري پیل شوي چې شپږ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د مسوولینو په وینا دغه ځمکه له څو لسيزو راهيسې له فعاليته پاتې وه، چې له رغونې وروسته کر ته چمتو شوې ده. د يادونې وړ ده چې په ننګرهار ولايت کې پخوا د مالټو او نورو ستروس ډېر باغونه وو، خو ډېرى يې په کورنيو جګړو کې له منځه وړل شوي دي.
































