د کاناډا حکومت د کډوالۍ او تابعیت ورکولو ادارې د افغان کډوالو د تخلیې بهیر د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې تیره ورځ یې ۳۴۵ افغان کډوال هغه هیواد ته انتقال کړي دي. دغې ادارې ویلي چې دغه افغان کډوال د پنجشنبې په ورځ کاناډا ته رسېدلي او ټاکل شوې هغوی د دغه هیواد په ۳۰ بېلابیلو ټولنو له هغه جملې اتاوا او ټورنټو ښارونو کې ځای پر ځای شي. یاد هیواد چې دغه افغان کډوال یې له کوم هیواد څخه انتقال کړي دي، په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو په تیرو شاوخوا ۱۹ میاشتو کې زیات شمېر افغان کډوال له پاکستان او تاجکستان څخه هغه هیواد ته انتقال شوي دي. د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ورکولو ادارې همدارنګه زیاته کړې چې له افغانستان څخه د افغان کډوال د تخلیې د بهیر له پيل څخه بیا تر دا مهاله یې څه باندې ۲۹زره افغانان هغه هیواد ته انتقال کړي دي.
































