د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د شپږ ویکټو په توپير ماتې ورکړه. په دې لوبه کې د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۹۳ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې افغان لوبډلې د ۱۸ اور په پنځم توپ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف تر لاسه کړ او د پاکستان لوبډلې ته یې په نړیواله شل اوریزه لوبه کې د لومړي ځل لپاره یوه تاریخي ماتې ورکړه. د لوبې غوره لوبغاړی پکې محمد نبي شو چې ۳۹ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.
































