د پروان امنیې قومندان طلوع نیوز ته ویلي، تمه ده د تعلیمي نصاب د بیا کتنې وروسته د نجونو پر وړاندې د ښوونځېو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي. نوموړی چې په کندهار کې د سرپرست حکومت له مشر سره د لېدنې وروسته پروان ته ستون شوی، زیاتوي، د مشر په سپارښتنه د تعلیمي نصاب د بیا کتنې یوه کمېټه جوړه شوې چې د کار ډېره برخه یې بشپړه شوې هم ده. یو شمېر نجونې زدهکوونکې هم وايي، له شپږم ټولګي پورته د ښوونځېو دروازو تړل کېدو، د دوی پر رواني وضعیت ناوړه اغیز کړی دی. دغه نجونې وایي، د ښوونځېو پرانېستل کېدو اړوند د ښه خبر اورېدو ته شېبې شماري. دا په داسې حال کې ده چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو، کورني او بهرني غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.
































