د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې په افغانستان کې یې یو شمېر وګړي بندیان دي او دوی یې د خوشې کولو هڅې کوي. نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ګډوډو وتلو په اړه د امریکا کانګرس ته د معلوماتو ورکولو پرمهال ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت څو امریکایان توقیف کړي دي. خو نوموړي دهغوی شمېره په ډاګه نه کړه. بلېنکن وويل، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له افغانستان څخه د ٩٧٥ امريکايي اتباعو د وتلو زمينه برابره کړې او شاوخوا ١٧٥ کسان چې وايي د امريکا تابعيت لري، په افغانستان کې پاتې دي، چې ځينې يې د سرپرست حکومت له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته تللي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وروسته بیا وویل چې دا ۹۷۵ یوازیني هغه امریکایان دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو راوروسته د واشنګټن له خوا د سفر اسانتیاوې ورته برابرې شوي، خو د امریکا نور اتباع او دایمي اوسیدونکي په خپلواکه توګه له هغه ځایه وتلي دي.
































