پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، د تېرو دوو ورځو پر مهال په هېواد کې د بارانونو او واورې ورېدو له کبله درې کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي. د یاد وزارت د ویاند شفیع الله رحیمي په خبره، ۷۵۶ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. نوموړی زیاتوي، په هېواد کې د وروستۍ زلزلې پر مهال د مړو شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شوی او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شوي دي. رحیمي وايي، د وري د لومړۍ نېټې په زلزله کې څه باندې ۸۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ دول نړېدلي دي.
































