فراه او سرپل ولایتونو کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درېیو شبکو چارې بشړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په کوزرج کلي کې د څښاک اوبو یوې شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې. هغه زیاته کړه، یاده شبکه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د ۱۵ میلیونه او ۲۲۴ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. هغه وویل، د یادې پروژې جوړولو چارې نږدې ۱۱ میاشتې مخکې پيل او نن بشپړې شوې. د يو بل خبر له مخې د سرپل په مرکز کې هم نن د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې فعالې شوې. دغه شبکې هم د یونیسف يا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي ملاتر جوړي شوي دي.
































